افغان او قزاقي چارواکو بسټیزو پروژو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

افغان او قزاقي چارواکو بسټیزو پروژو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې سوداګرۍ او اقتصاد
د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال له اقتصادي مرستیال سره کتنه کې

د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګرین سره کتلي دي.

اقتصادي معاونیت ویلي، دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر اقتصادي، سوداګریزو او ټرانیزیټي اړیکو خبر اترې کړې دي.

دغه راز دې کتنه کې دواړو لوریو د بنسټیزو پروژو برخه کې د همکاریو په زیاتېدو هم بحث کړی.

د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال نن سهار د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د افغان – قزاق ګډ نندارتون د پرانېستي لپاره کابل ته سفر کړی.

تړلي موضوعات