بادغیس ولایت کې پر دوو تنو الهي حکم قصاص تطبیق شو
د اسلامي امارت سترې محکمې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په بادغیس ولایت کې پر دوو تنو قاتلینو الهي حکم قصاص عملي شوی دی.
د راغلې خبرپاڼې له مخې، یاد قاتلین چې سلیمان او حیدر نومېدل، د غلام نبي او محمد شاه په نومونو یې دوه تنه د کلاشینکوف په ډزو سره وژلي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي، دا قضیه د ابتدائیه، استیناف او تمیز محکمو له خوا په دقیق او تکراري ډول وڅېړل شوه، چې وروسته یې په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د قصاص حکم صادر شو.
هېوادوال باور لري، چې د شته اسلامي نظام له لوري د قصاص الهي حکم تطبیق کولی شي د خپل سرو وژنو مخه ونیسي او هیله مند دي، چې د اسلامي شریعت احکام په بشپړه توګه په ټولو برخو کې پلي شي.