کابل ته د پاکستان لوړ پوړی پلاوی را ورسېد
د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ د پاکستان حکومت لوړ پوړی پلاوی کابل ته را ورسېد.
د پاکستان دغه پلاوی به د اسلامي امارت رئیس الوزراء، اقتصادي مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره دوه اړخیزو اړیکو او نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې ولري.
ټاکل شوې دغه پلاوی به له افغان چارواکو سره د کډوالو بېرته ستنېدنې پروسې په ګډون د دواړو هېوادونو په یو شمېر مهمو موضوعاتو بحثونه وکړي.
دا پاکستانی پلاوی داسې مهال کابل ته راځي، چې پاکستان هم دوه ورځې وړاندې د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ د افغان پلاوي کوربه وو.