د روسیې بهرنيو استخباراتو مشر: لوېدیځ د افغانستان نا امنه کولو په لټه کې ده
د روسیې بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکین وايي، لویدیځې استخباراتي ادارې په افغانستان کې د اسلامي امارت ضد جهتونو سره د مرستو په هڅه کې ده.
ټاس روسي اژانس د نوموړي له قوله ویلي، لویدیځ هڅه کوي په افغانستان کې د بې ثباتۍ ساتنې لپاره له مخالفو جهتونو سره د مرستو لارې چارې ولټوي څو خپلې جیوپوليټیکې موخې ترلاسه کړي.
ناریشکین وايي، دا لویدیځ دي چې د افغانستان شتمنۍ بندوي او د کابل پر وړاندې بندیزونو ساتي.
هغه د اپرېل میاشتې په ۱۷مه او ۱۸مه باکو کې د افغانستان په تړاو جوړ شوي کنفرانس پر مهال ټینګار کړی، چې افغانستان له جغرافیايي اړخه مهم ځای او د دولتونو په ګډه ګټه ده او زیاته کړې ده، چې په همدې موخه غواړو افغان خاوره کې بیا رغونې او سوکالۍ ته وده ورکړو.
سرچینې د نوموړي په حواله زیاته کړې، د اسلامي امارت د پرمختګ خنډ د لویدیځ هیله ده او زیاتوي، چې افغانستان کې د بهرنیو زیان رسوونکو لاسوهنو مخنیوي بیا رغونې ته لاره هواره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیې افغانستان کې په اوسني حکومت له هر اړخیز باور وروسته د یوې پرېکړې له مخې د اسلامي امارت نوم د ممنوعه سازمانونو له لېست څخه لرې کړ.