ډاکټر ذاکر نایک د افغانستان استخباراتو لوی رئیس سره کتلي
مشهور هندي مبلغ او دیني عالم ډاکټر ذاکر نایک د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رئیس ملاعبدالحق وثیق سره کتلي دي.
ښاغلي نایک په خپله اېکس د خپل او ښاغلي وثیق د انځور په خپرولو سره دغه خبر تائید کړی دی.
نوموړي په خپله ټولنیزه پاڼه دغه کتنه ګټوره بللې ده.
د دې کتنې د موخې او ځای په اړه هیڅ ډول جزیات نه دي ورکړل شوي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي نړۍ دیني عالمان وخت نا وخت بهر کې د اسلامي امارت مشرانو سره د لیدنو کتنو انځورونه خپروي او افغانستان کې د شته اسلامي نظام ستاینه کوي.