له اعتیاد رغېدلي لسګونه کسان له حرفوي او فني زده کړو فارغ شول

له اعتیاد رغېدلي لسګونه کسان له حرفوي او فني زده کړو فارغ شول افغانستان
له اعتیاده رغېدلو ته اوس حرفوي زده کړې ورکولو کیږي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خبر له مخې، د کابل پلچرخي فني او حرفوي زده کړو مرکز څخه  ۵۱۴ تنه له اعتیاد رغېدلي کسان له فني او حرفوي زده کړو فارغ شول.

یاد وزارت وايي، د مسلکي استادانو له لوري دغو کسانو د خیاطۍ، بوټ او بیک ګنډلو او همدارنګه کورنیو برقي وسایلو برخه کې ۶ میاشتنۍ عملي او نظري زده کړې ورکړل شوې دي.

په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمدزاهد احمدزي ویلي، تر ټولو محروم قشر ته د زده کړو زمینه برابرول یو ویاړ دی او زیاته کړې ده، چې له دې وروسته به دغه کسان په کورنیو بوج نه وي او د حلالې نفقې برابرولو مسؤلیت به هم ولري.

هېره دې نه وي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو د هېواد په ګڼو ولایتونو کې له اعتیاد څخه رغېدلو ۵ زره کسان ته فني او حرفوي زده کړې ورکړل شوې، چې له ډلې یې ډېریو کاري وسایل هم ترلاسه کړي دي.

تړلي موضوعات