کار او ټولنیزو چارو وزیر: د ګرځندوی یو شمېر شرکتونه انساني قاچاق کې لاس لري
د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري ویلي، دا مهال هېواد کې شاوخوا ۵ زره د ګرځندوی شرکتونه فعالیت لري، چې په وینا یې یو شمېر دغه شرکتونه انساني قاچاق کې لاس لري.
ښاغلي عمري کابل کې یوې غونډې ته د کوم شرکت نوم له اخېستو پرته ویلي، د دغو شرکتونو مسئولین د ځوانانو له مجبوریته ناوړه ګټه اخلي او دغه شرکتونه د ګرځندویي فعالیتونو سربېره انساني قاچاق کې هم لاس لري.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري توشېح شوي فرمان کې انساني قاچاق جرم بلل شوی او امنیتي ارګانونو ته یې د مخنیوي لارښوونه شوې.