د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال: افغانستان سیمه کې د قزاقستان مهم او نه بېلېدونکی شریک دی

د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال: افغانستان سیمه کې د قزاقستان مهم او نه بېلېدونکی شریک دی سیاست
د بهرنیو چارو وزیر د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال سره کتنه کې

د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتنه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې اړیکې ساتلې دي.

سریک ژومانګارین کابل ته د خپل سفر موخه د کابل – قزاق نندارتو ترڅنګ د افغانستان اوسپنې پټلۍ برخه کې پانګونه او هرات کې د ټرانسپورت او لوجسټیک مرکز جوړول یاده کړې.

نوموړي ویلي، افغانستان په سیمه کې د قزاقستان لپاره مهم او نه بېلېدونکی شریک دی.

بلخوا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، اسلامي امارت قزاقستان سره سیاسي، اقتصادي، ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پراخولو ته لېواله دی او د وېزو ورکړې برخه کې د اسانتیاوو غوښتنه کړې.

ښاغلي متقي د افغانستان، قزاقستان او د سیمې هېوادونو سره په ګډې همغږۍ د ټرانزیټ په لار کې د پرتو خنډونو د لرې کولو وړاندیز کړی.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین نن سهار د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره یې په بېلابېلو مشترکو موضوعاتو خبرې کړې دي.

تړلي موضوعات