د کابل او استانې ترمنځ د اقتصادي همکاریو لار نقشه پلي کیږي
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین سره د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لار نقشې په پلي کېدو خبرې کړې دي.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، افغانستان له قزاقستان او د سیمي نورو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ټینګښت لپاره پیاوړې اراده لري او همدې لپاره یې د کابل او استانې ترمنځ د درې میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې رسېدو لارې نقشې مسوده لاسلیک کړې.
ملا برادر قزاقستان سره د افغانستان کانونو کې د پانګونې، کرنیزو توکو ساتنې، قرنطین او مالدارۍ برخو کې د هوکړي لاسلکېدو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ له رېل لارې د صادراتو او وارداتو زیاتېدو لپاره د عملیاتي شرکت له تاسیس د کار له پیله خبر ورکړی.
هاخوا سریک ژومانګارین د تورغونډۍ – هرات – سپین بولدک اوسپنې پټلۍ پروژې د تورغونډۍ – هرات فاز د عملي چارو د پیل لپاره د ۵۰۰میلیون ډالرو پانګونې او هرات کې د دغې پروژې د چارو پرمخ وړلو لپاره د لوجیستیکي او ټرانسپورټي شرکت جوړولو ته د چمتووالي ویلي.
نوموړي د افغانستان کانونو، نفتو او ګازو برخو کې پر پانګونې کولو خبر هم ورکړی.
د یادونې ده، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو لار نقشې په پلي کولو سره به د اقتصاد، سوداګرۍ، کرنې، کانونو کیندنې، ټرانسپورټ، ټرانزیټ، اوسپنې پټلۍ او صنعت کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته او اړوند برخو کې به پانګونه زیاته شي.