کابل کې د ایران سفیر: ایران له افغانستانه د غوښې واردولو غوښتونکی دی
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویلي، د کرنې وزارت مرستیال مولوي محمد اعظم عثماني کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیکدلي سره کتنه کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې پر ګډو همکاریو خبرې کړې دي.
کابل کې د ایران سفیر ویلي، هېواد یې له بهرنیو هېوادونو د غوښې واردولو ته اړتیا لري دوی لېواله دې چې دغه صادرات له افغانستانه وکړي.
نوموړي د ګډو همکاریو کمېسیون جوړول، د ۲۰۲۵ ایران اکسپو نندارتون کې د افغانستان شتون، د حیواناتو نژاد اصلاح، مسلخونو جوړول، پانګونې او د اوبو لګولو عصري سیسټمونو برخو کې د همکارۍ چمتووالي خبر ورکړی دی.
په ورته مهال ښاغلي عثماني د ایران له مرستو د هرکلي ترڅنګ ویلي، ایران ته دغوښي صادراتو په اړه اقتصادي ارزونه کوي.