خوست کې ۱۰ امنیتي کمرې لګول شوې
کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د تامیناتي چارو معینیت په سپارښتنه د مخابرې لوی ریاست په هڅو د خوست ولایت په مرکز متون ښار کې ۱۰ پایې امنیتي کمرې نصب شوې دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه کمرې د متون ښار په بېلابېلو سیمو کې له فعالېدو وروسته د امنیتي څار له مرکزي دفتر سره نښلول شوې.
په همدې حال کې کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د دغو کمرو نصب د یاد وزارت د پنځه کلن ستراتیژیک پلان برخه ده، چې له مخې به یې د هېواد په ګڼو لویو ښارونو کې ورته امنیتي کمرې ولګول شي.