د بولان درې پېښه؛ یرغمل شویو کې له ۱۴۴ زیات پاکستاني نظامي منسوبین دي
د بلوچستان بولان دره کې د جعفر اېکسپرېس رېل ګاډي یرغمل شویو کسانو د هویت تازه جزیات خپاره شوي دي؛ د بلوچستان پوسټ په نوم یوې رسنۍ د یاد شرکت د مسؤلینو له قوله تازه ویلي، چې نیول شویو کسانو کې له ۱۴۴ زیات د پاکستان نظامي منسوبین شامل دي.
د جعفر اېکسپرېس شرکت مسؤلینو رسنیو ته ویلي، چې یادو نیول شویو نظامي منسوبینو کې د پاکستاني ځواکونو افسران هم شته.
تېره ورځ سه شنبه سهار د بلوڅ آزادي غوښتوونکو وسله والو د جعفر اېکسپرېس شرکت رېل ګاډی چې له ۴۰۰ زیات کسان په کې سپاره وو، د بلوچستان بولان دره کې یرغمل کړ.
بلوڅ ازادي غوښتوونکو رسنیو ته ویلي، چې اوس دوی سره ۲۱۴ یرغمل کسان پاتې دي، چې پاکستاني پوځیان، استخباراتي کارکوونکي، ترهګرۍ ضد ادارې منسوبین او ځینې شکمن ملکي وګړي دي.
بلخوا د بلوڅو د دې غورځنګ وياند جيند بلوڅ پاکستاني حکومت ته خبرداری ورکړی، که پوځ کوم تهاجمي ګام واخلي نو هر ځل به ۱۰ یرغمل شوي امنیتي کسان و وژل شي او زیاتوي، که غوښتنې یې ونه منل شي نو د ضرب الاجل پای ته رسېدو وروسته به هر ساعت کې ۵ یرغمل له منځه لاړ شي.
بلوڅ وسله وال څه غواړي؟ بلوڅ ازادي غوښتوونکو ویلي، چې دوی له پاکستانۍ ادارې غواړي چې د یرغملو بدل کې زموږ بندیان راخلاص کړي او د دې تبادلې منلو لپاره یې ۴۸ ساعته ضرب الاجل ټاکلی. د پاکستان په زندانونو کې د دې غورځنګ سلګونه غړي بندیان دي.
بل لور ته پاکستاني حکومت ویلي، چې د دې یرغمل کسانو خلاصون لپاره یې پراخ عملیات پیل کړي دي.
د یادونې ده، چې د پاکستان حکومت د بلوڅ وسله وال غورځنګ تبادلې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی او پر ضد یې عملیات پیل کړی، چې دې پېښه کې تر ۲۰ پاکستاني پوځیان هم وژل شوي دي.