ملا حمدالله فطرت: د ملګرو ملتونو ناستو کې د افغانستان نه ګډون د هېواد په زیان دی

ملا حمدالله فطرت: د ملګرو ملتونو ناستو کې د افغانستان نه ګډون د هېواد په زیان دی افغانستان
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت په ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کې د پاکستان استازي منیر اکرام عقده مندو خبرو ته په غبرګون کې ویلي، یو شمېر جهتونه د ملګرو ملتونو ناسته کې د افغانستان ناسم انځور وړاندې کوي.

ښاغلي فطرت د پاکستان استازي څرګندونو ته په نیوکې سره ویلي، دغو ناستو کې د افغانستان نه ګډون د هېواد لپاره زیان لري.

ښاغلي فطرت زیاته کړې، دا مهال افغانستان کې یو واحد نظام حاکم دی په خبره یې د افغانستان په اړه د عقدمندانه او ناعادلانه قضاوتونو مخنیوي لپاره باید دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ په رسمیت وپېژندل شي.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې منیر اکرم د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کې د افغانستان په اړه ادعا کړې، چې د پاکستان طالبانو تحریک د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې فعالیت لري او له هغه ځایه د پاکستاني پوځیانو او دولتي تاسیساتو بریدونه ترسره کوي.

تړلي موضوعات