روسیې د ایران او امریکا ترمنځ پر منځګړیتوب موافقه کړې

روسیې د ایران او امریکا ترمنځ پر منځګړیتوب موافقه کړې سیمه
د ایران اټومي پروګرام

بلومبورګ رسنۍ وايي، د روسیې ولسشمر ولادیمیر پوتین موافقه کړې چې د ایران د اټومي وسلو په اړه شته تاوتریخوالي د حل په موخه د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

سرچینې د پوتین په حواله ویلي، چې د ټرمپ ادارې سره به د ایران د اټومي وسلو پر سر خپلمنځي ستونزو حل او منځني ختیځ کې د ایران د یو شمېر ډلو د ملاتړ په اړه له امریکا سره د منځګړي په توګه خبرې اترې وکړي.

په مسکو کې له دې موضوع سره بلد کسانو ویلي، چې ټرمپ له ایران سره د اټومي وسلو پر سر راپورته شوې مسله په فبروري میاشت کې له پوتین سره د ټیلیفوني اړیکي پر مهال شریکه کړې چې وروسته له هغې د امریکا او روسیې ډیپلوماتانو په ریاض کې د همدې موضوع په اړه خبرې وکړې.

رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله ویلي، روسیې امریکا ته دغه وړاندیز وروسته له هغې کړی چې کریملین ژمنه کړې وه چې د تهران د اټومي پروګرام په اړه شته تاوتریخوالي د حل لپاره به هره ممکنه هڅه وکړي.

اژانس د امریکايي چارواکو له قوله وايي، په دې اړه به له خپلو متحدینو سره خبرې وکړي خو دا به ونشي زغملی چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي.

د ایران او امریکا ترمنځ د ستونزو د حل په موخه د روسیې هڅو وروسته له هغې رنګ واخیست چې ایران او روسیې د ۲۰۲۵ کال د جنوري میاشت کې له ایران سره د ستراتیژیکو همکاریو یو ۲۰ کلن تړون لاسلیک کړ.

تړلي موضوعات