د کابل پر هوايي ډګر د برید د طراح په اړه امریکا او پاکستان مبالغه کوي!

د کابل پر هوايي ډګر د برید د طراح په اړه امریکا او پاکستان مبالغه کوي! سیمه
محمد شریف الله مشهور په جعفر

المرصاد د ټرمپ هغه ادعا چې ګنې د کابل هوايي ډګر د برید طراح یې د پاکستاني استخباراتو په ګډه همکارۍ نیولی، بې اساسه بولي.

پرون امریکايي رسنیو د ټرمپ د څرګندونو  په تعقیب وویل، محمد شریف الله مشهور په جعفر پاکستان کې له نیول کیدو وروسته دوی ته سپارل شوی او امریکا کې به محاکمه شي.

المرصاد د خپلو سرچېنو له قوله لیکلي، محمد شریف الله په ۲۰۱۹ز کال کې نیول شوی و او د اګست په ۱۵مه د زندانونو له ماتېدو سره سم له زندانه وتښتېد. 

نوموړي تر بندي کېدو وړاندې، او تر خوشي کېدو وروسته، د یوه عادي ترصد کوونکي حیثیت درلود، خو کله چې تر فتحې وروسته د افغانستان د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د داعشیانو د رهبرۍ مهمې هستې له منځه یووړل شوې، شریف الله ته داعشیانو له مجبوریته ستر مسؤلیت وروسپاره.

المرصاد د کابل هوايي ډګر د برید اصلي عاملین د عبدالله کابلي او ډاکټر حسن په نومونو دوه کسان یادوي چې دواړه د ۲۰۲۳ کال د اپریل په نهمه او پنځمه نېټه د نیمروز په زرنج او د هرات ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست په عملیاتو کې وژل شوي دي.

المرصاد د عبدالله کابلي او ډاکټر حسن وژلو ته په اشارې وايي، هغه مهال د سپېنې ماڼۍ ویاند همدا دوه کسان د کابل هوايي ډګر د برید طراحان بللي وو.

سرچېنه د محمد شریف جعفر د رول او مبالغې په اړه وايي، د ټرمپ اداره او پاکستان دواړه له دې مبالغې خپل اهداف لري.

د المرصاد د تحلیل له مخې ټرمپ غواړي، د درواغو هغه ادعا ثابته کړي چې امریکا او امریکایان تر بل هر چا زیات اهمیت ورته لري او دا نیونه یې ښه ثبوت دی.

المرصاد بیا په دې تړاو د پاکستان رول ته په کتو ویلي، اسلام اباد هڅه کوي د ټرمپ له ادارې سره خپلې اړیکې ښې کړي او یو ځل بیا ”د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه“ کې د امریکا د حلیف په حیث ولوبیږي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد او المرصاد همدې سناریو ته په کتو ویلي، پاکستان کې د محمد شریف جعفر نیول کېدا دا په ګوته کوي چې داعشي خوارج هلته خوندي ځالې لري او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي.

د اسلامي امارت ویاند ویلي، دغه قضیه په افغانستان پورې اړه نه لري او اسلامي امارت له دې شومې پدیدې سره کلکه مبارزه کوي خو له بده مرغه د افغانستان د امنیت د خرابوالي په موخه په یو شمېر هېوادونو کې د دوی لپاره پټنځایونه جوړ شوي دي.

تړلي موضوعات