د پاکستاني پوځ پر مرکز موټر بم بریدونه؛ لسګونه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن مازدیګر د خیبرپښتونخوا بنو سیمه کې د پاکستاني پوځ پر مرکز دوه موټر بم بریدونه شوي دي او د پاکستاني طالبانو وسلوال یاد مرکز ته ننوتلي او درنه جګړه یې پیل کړې.
د دې برید مسؤلیت د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې اخیستی او ویلي یې دي، چې دې برید کې یې لسګونه پاکستاني پوځیان وژلي او ټپیان کړي دي.
حافظ ګل بهادر ډلې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې وسلوال کسان یې هدف ته رسېدلي دي او جګړه یې پیل کړې ده.
ځايي امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د پوځ په یاد مرکز برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې موټر بم بریدونو د دې پوځي مرکز کې ډېر ویجاړی رامنځته کړی او د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کېږي.
بلخوا دې برید کې پاکستاني پوځیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره جزیات نه دي خپاره شوي.
د یادونې وړ ده، چې پاکستان کې وروستیو کې پر پاکستاني پوځيانو او ځواکونو بریدونه بې ساري ډېر شوي دي، چې پاکستانی حکومت یې له لویې ننګونې سره مخ کړی دی.