د ایران ولسمشر ټرمپ ته: خبرې اترې نه کوم څه چې غواړې هغه وکړه!

د ایران ولسمشر ټرمپ ته: خبرې اترې نه کوم څه چې غواړې هغه وکړه! سیمه
د امریکا ولسمشر ټرمپ ته د ایران ولسمشر ګوتڅنډنه

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ټرمپ وروستۍ ګوتڅنډنې په غبرګون کې ویلي، ایران به له امریکا سره تر هغې مذاکرات ونه کړي چې تر ګواښ لاندې وي.

  پزشکیان خپل امریکایي سیال ته ویلي، په داسې حالت کې مذاکرې ته نشي چمتو کېدای او څه چې ته غواړې ترسره یې کړه.

 رويټرز خبري اژانس د پزشکیان له قوله زیاته کړې، چې د ټرمپ امرونه او ګواښونه ورته د منلو وړ نه دي.

 د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو دریځ وروسته له هغه تریخ شوی چې ټرمپ څو ورځې وړاندې ادعا کړې وه چې د اټومي پروګرام په اړه یې د ایران مذهبي مشر خامنه اي ته لیک استولی څو د خبرو لپاره چمتو شي.

 ټرمپ زیاته کړې وه، چې ایران لپاره یې دوه انتخابه وړاندې کړي «خبرې اترې یا پوځي اقدامات» خو ایران بیا بیا د لیک رسېدل رد کړل.

 شنونکي وايي، ایران یو له نا اعلان شویو اټومي بم درلودونکو هېوادونو دی چې په دې وروستیو کې یې د اټومي وسلو او بمونو د لا پیاوړتیا لپاره نور یورانیم هم غني کړي دي.

تړلي موضوعات