لومړي ځل لپاره لوی پامیر کې مخابراتي شبکې فعالیت پیل کړی
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت خبر ورکوي، چې له کوچني پامير راوروسته لومړي ځل لپاره د بدخشان واخان ولسوالۍ ليري پرته سيمه (لوی پامير) کې د سلام مخابراتي شبکې فعاليت پيل کړ.
د وزارت په خبره، چې د ځايي اوسېدونکو د مخابراتي شبکو د فعاليت غوښتنې وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت يادې سيمې ته د سلام دولتي مخابراتي شرکت پايې انتقال او فعالېدو ترڅنګ یې يو شمېر خصوصي شرکتونه هم هڅولي ترڅو د هيواد ملي پارک (واخان) تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي.
سرچینه زیاتوي چې له يادې سيمې څخه د چين ورېښمو تاريخي لاره هم تيريږي چې د ا.ا.ا کابينې يې د جوړولو پريکړې تصويب کړې او ترڅنګ يې لوی پامير ته لومړي ځل لپاره د لارې جوړولو لپاره درنده ماشينري هم انتقال شوې ده.
بايد وويل چې د تېرو شلو کلونو پرمهال د هېواد ليرې پرتې سيمې له هر ډول خدماتو بې برخې پاتې شوې چې د ا.ا.ا له واکمنېدو سره سم د یادو سیمو په ځانګړي ډول د پاميرونو او واخان سيمو وګړي د روغتيا، زده کړو او نورو عامه خدمتونو ترڅنګ له بشري مرستوهم برخمن شوي.
ځايې خلک هم د اسلامي امارت له خدمتونو خوښ دي چې لومړي ځل لپاره ورته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې شوي دي.