اقتصادي مرستیال: د اروپا بازارونو ته د لاسرسي لپاره د لاجوردو دهلېز فعالولو هڅې کوو

اقتصادي مرستیال: د اروپا بازارونو ته د لاسرسي لپاره د لاجوردو دهلېز فعالولو هڅې کوو سوداګرۍ او اقتصاد
د کابل استالف کې د ممیزو د پروسس او بسته بندۍ فابریکه پرانیستل شوه

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند د کابل استالف کې د ممیزو پروسس فابریکې پرانیستې پر مهال ویلي، اسلامي امارت د نورو برخو ترڅنګ د کرنې سکټور ته هم ځانګړې پاملرنه کړې او د کرنې سکټور ودې په موخه د اوبو مدیریت بېلابېلې پروژې پیل شوې.

ملاعبدالغني برادر د ممیزو  پروسس یادې فابریکې ته په اشارې ویلي، دې سره به د کرنیزو محصولاتو ارزښت لوړ د سیمې اقتصاد به په حرکت راشي او صادرات به معیاري بڼه غوره کړي.

ښاغلي برادر همداراز زیاته کړې، اسلامي امارت د کرنې سکټور د پیاوړتیا لپاره د کورنیو کرنیزو محصولاتو کارولو ته لومړیتوب ورکړی.

نوموړي د اروپا بازارونو ته لاسرسي لپاره د لاجوردو لارې په بشپړ ډول فعالېدو له هڅو هم خبر ورکړی په خبره یې، په دې اړه یې ایکو سازمان غونډه کې د دغه دهلېز ښکېلو هېوادونو سره خبرې هم کړې دي.

د یادونې ده، چې د ممیزو د پروسس دغه فابریکه په کلني ډول د ۱۰ زره ټنه ممیزو د پروسس او بسته بندۍ وړتیا لري، د دغې فابریکې ممیز به روسیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، امریکا، برېټانیا او ځینو نورو اسیایي هېوادونو ته صادر شي.

تړلي موضوعات