د تورغونډۍ بندر د پراختیا او پانګونې هوکړه لاسلیک شوه

د تورغونډۍ بندر د پراختیا او پانګونې هوکړه لاسلیک شوه سوداګرۍ او اقتصاد
د تورغونبدر به نور هم پراخ شي

دا هوکړه چې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ لاسلیک شوه، له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ریلي ټرانسپورټ شبکې د همغږۍ، دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د انتقالاتو پر زیاتوالي او سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره به د تورغونډۍ بندر پر پراختیا پانګونه وشي.

د ۵میلیونه ډالرو په ارزښت دغه هوکړه د ټولګټو وزارت اوسپنې پټلۍ معینیت او ترکمنستان دیمیریول ګورلوشیک سهامي شرکت ترمنځ لاسلیک شوه.

د تړون له مخې به یاد شرکت د تورغونډۍ – هرات اوسپنې پټلۍ مسیر کې د تخلیې او بارګیرۍ لپاره نوي ګودامونه او تاسیسات ډیزاین او فعال کړي.

تړلي موضوعات