متضاد دریځونه د تهران او واشنګټن د جګړې احتمال زیاتولی شي
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یو ځل بیا ویلي، تهران په هیڅ صورت د یورانمیو له غني کولو لاس نه اخلي
عراقچي فاکس نیوز سره خبرو کې ویلي، د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونو کې یې اټومي پروګرام او تاسیساتو ته جدي زیانونه اوښتي.
خو د ایران بهرنیو چارو وزیر سره جوخت د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي، د اړتیا پر مهال به د ایران په اټومي تاسیساتو بیا بریدونه وکړي.
فاکس نیوز د ټرمپ له قوله ویلي، د امریکا بریدونو کې د ایران اټومي تاسیساتو ته اوښتو زیانونو جبران کلونه کار غواړي، خو که اړتیا پېښه شي بیا به بریدونه وکړي.
دواړه لوري داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا تر بریدونو وروسته ایراني چارواکو په وار وار د یورانیمو غني کولو او د دې برخې د لا پیاوړتیا تکل کړی.