ایران کې ترافيکي پېښه، ۵۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د مساپرو بس کاور ښار ته نږدې په یوه غرنۍ سیمه کې اوښتی چې ۲۱ کسان مړه او له ۳۰ زیات پکې ټپيان شوي دي
د ټپیانو له ډلې د اوو کسانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
تر اوسه دا نه ده مالومه چې مړه او ټپيان ټول ایرانیان او که بهرني وګړي هم پکې شامل دي.
ایران یو له هغو هېوادونو دی چې ترافيکي پېښو ګراف پکې لوړ دی، د تیرو ۱۲ میاشتو راهېسې هلته د ترافيکي پېښو له امله شاوخوا شل زره کسان مړه شوي دي.