ایراني چارواکی: پر ایران د م.م بندیزونو لګول به سیمه نا امنۍ ته بوځي

ایراني چارواکی:  پر ایران د م.م بندیزونو لګول به سیمه نا امنۍ ته بوځي سیمه
انځور ارشیف

د ایران پارلمان ملي امنیت کمېسیون یوه غړي نن دوشنبه ویلي، که اروپايي هېوادونه د ملګرو ملتونو له خوا پر ایران نړۍ وال بندیزونه ولګوي نو ایران ممکن له امنیتي ژمنو لاس واخلي.

رویټرز خبري اژانس وايي، د یاد پارلمان غړي عباس مقتدايي د ملګرو ملتونو له لوري د بندیزونو ګواښ ته په غبرګون ویلي، تهران ډېر انتخابونه لري چې یو له هغو د هرمز تنګي تړل دي.

اژانس وايي، ایراني چارواکي ټینګار لري که د اټومي پروګرام په اړه ورسره مناسب تعامل ونه شي او یا له زوره کار واخیستل شي، دوی به د هرمز تنګي له لارې د ټرانسپورټي چارو ګډوډولو سربېره له دغه تنګي اروپا ته د مخدره توکو د قاچاق مخنیوي کې مرسته ونه کړي.

د چارو کارپوهان وايي، امریکا چې نفتي توکي له خلیجي هېوادونو پیري د دې تنګي تړل به د واشنګټن سربېره اروپا، چین او د سیمې نور هېوادونه سخت اغېزمن کړي.

رسنۍ وايي، هرمز د ایران او عمان تر منځ یو سمندري تنګی دی چې د نړۍ پنځمه برخه خام تېل او نور توکي له دې لارې نورو هېوادونو ته لېږدول کیږي.

تړلي موضوعات