خلیفه سراج الدین حقاني د ازبکستان ملي امنیت له رئیس سره کتلي
د افغانستان کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني نن د ازبکستان د ملي امنیت له رئیس جنرال قربانوف باخودیر او مل پلاوي سره کتلي او په څو موضوعاتو یې خبرې اترې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په دې ناسته کې د دوه اړخيزه اړيکو په پراختيا او په امنيتي برخه کې د دواړو لوريو تر منځ د دوامداره همکاریو او د هغو په تقويه خبرې وشوې، تر څو د دواړو هېوادونو په امنيت کې بهبود راشي او دغه راز په دواړو هېوادونو کې د کرنيزو او مصنوعي مخدره توکو مخه ونيول شي.
وزارت زیاتوي، چې لیدنه کې په دې سربېره دواړو لوريو تر منځ د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا ژمنې هم وشوې.
د ازبکستان د ملي امنیت رئیس د افغانستان له کورنیو چارو وزیر څخه مننه کړې، چې په افغانستان کې د ازبکستان هېواد له لوري د پيل شويو اقتصادي پروژو امنيت يې په بشپړه توګه تأمين کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې تاشکند او کابل بېلابېلو برخو کې ښې اړیکې لري او د دواړو هېوادونو چارواکي هڅه کوي، چې د اړیکو کچه لا لوړه کړي.