د بخش اباد بند انحرافي تونلونو چارې دې ژر بشپړې شي

د بخش اباد بند انحرافي تونلونو چارې دې ژر بشپړې شي افغانستان
د اوبو او انرژۍ وزیر له بخش اباد بند لیدنه کړې

د اوبو او انرژۍ وزیر ملاعبداللطیف منصور د فراه ولایت بخش اباد بند رغولو چارو څخه د لیدنې پر مهال د دغه بند د انحرافي تونلونو چارو په ژر بشپړېدو ټینګار کړی.

د معلوماتو له مخې د بخش اباد بند تونلونو چارې له ۸۵ تر ۹۰ سلنې بشپړې شوې دي.

د تونلونو له بشپېړېدو سره سم به د خاورین بند چارې پیل شي.

د بخش اباد بند په څو مرحلو کې د ۴۳۰ میلیونه ډالرو په لګښت جوږېږي، چې د ۱۳۶۰ میلیونه متر مکعب اوبو ذخیره کولو ترڅنګ د ۲۷ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا هم لري.

د یاد بند جوړېدو سره به ۱۰۰زره هکټاره کرنیزه ځمکه هم خړوبه شي.

تړلي موضوعات