بغلان کې ډبرو سکرو کان نړېدلی؛ شپږ کان کېندونکي مړه او ۱۸ ټپیان دي

بغلان کې ډبرو سکرو کان نړېدلی؛ شپږ کان کېندونکي مړه او ۱۸ ټپیان دي افغانستان

د بغلان ولایت امنیه قومندانۍ مسؤلین خبر ورکوي، چې نن ورځ ناوخته د یاد ولایت په «کرکر» سیمه کې د ډبرو سکرو کان نړېدلی چې له امله یې کان کېندونکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د یاد ولایت له امنیه قومندانۍ څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دې پېښه کې شپږ کان‌کېندونکي مړه او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه د یاد کان په درېیم نمبر صوف کې شوې او ټپیان د بغلان ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې هېواد کې وخت نا وخت د کانونو نړېدلو پېښو خبرونه ورکول کیږي، چې مرګ ژوبله هم ځان سره لري.

تړلي موضوعات