د غزې اوسیدونکي دومره وږي شوي چې اوس یې سترګو کار پرې ایښی
د لوږې یو هغه خطرناک حالت چې انسان پکې دید له لاسه ورکوي، د غزې یو شمیر اوسیدونکي همدې وضعیت ته رسیدلي.
د غزې سترګو روغتون مدیر عبد السلام صباح ویلي، سختې لوږې او دومداره جګړو له کبله یوازې غزه کې ۱۲۰۰تنو د سترګو دید له لاسه ورکړی.
راپور کې راغلي، ۵ زره تنه نور د سترګو دید له لاسه ورکولو ګواښ سره مخ دي.
الجزیرې د ښاغلي صباح له قوله راپور کې ویلي، د مستقیم زیان او درملنې نشتوالي له امله مزمنې ناروغۍ هم زیاتې شوې.
ها خوا بیا فلسطیني رسنیو راپور ورکړی، چې تېرو ۲۴ساعتونو کې د اسرائیلو په پرلپسې بریدونو کې ۱۳۹ تنه شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي.
په ورته مهال الشفا روغتون مدیر محمد ابو سلمه ویلي، یوازې یوه ورځ کې د غزې بېلابېلو سیمو کې ۲۱ ماشومانو د خوارځواکۍ او لوږې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی.