حوثي ځواکونو د ډرون الوتکو په وسیله پنځه اسرائیلي اهداف ویشتلي
د یمن حوثي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو پر مټ د اسرائیلو نړېوال هوايي ډګر بن ګوریون، رامون هوايي ډګر، ام الرشراش بندر، یافا کې یو نظامي مرکز او اسدود ښار کې یو اسرائیلي هدف په نښه کړي دي.
د حوثي وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع ویلي، چې دا عملیات د پنځو ډرون الوتکو په وسیله شوي او اهداف په بریالیتوب په نښه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا بریدونه د غزې پر ننګه او یمن کې پر الحدیده بندر د اسرائیلي اشغالګرو بریدونو غبرګون کې شوي دي.
حوثیانو اسرائیلي اشغالګرو ته خبرداری ورکړی، تر هغو به یې هوايي او سمندري بریدونه دوام لري، تر څو چې غزه کې روان وحشت او نسل وژنه بس نه کړئ.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو اونیو کې حوثي ځواکونو د هوايي او سمندري بریدونو له لارې ګڼ اسرائیلي اهداف او اسرائیلو سره تړاو لرونکې بېړۍ په نښه کړې دي.