اوکرایین له خپلو ملاتړو ۶۰ میلیارده ډالر غواړي
د اوکرایین چارواکو ویلي، هېواد یې راتلونکی کال د دفاعي لګښتونو لپاره ۱۲۰ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
رویټرز خبري اژانس وايي، د دفاعي لګښتونه په اړه دغه خبرې د اوکرایین دفاع وزیر دنیس شمیخال نن سه شنبه کړې دي.
یاد اوکراییني چارواکي ویلي، د دفاعي لګښتونو پوره کولو لپاره د ناټو او اروپايي اتحادیې غړو سره خبرې روانې دي څو اوکرایین ته ۶۰ میلیارده ډالر ورکړي.
د اوکرایین او روسیې ترمنځ له کلونو راهیسې روانې جګړې دواړو لوریو ته دروند زیان اړولی او روسي ځواکونه د اوکرایین له پنځو پر یوه برخه واکمن شوي.