پروان کې له روزنیز مرکز څخه ۳۵۵ پولیس منسوبین فارغ شول

پروان کې له روزنیز مرکز څخه ۳۵۵ پولیس منسوبین فارغ شول افغانستان

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پروان ولایت د اسلامي پولیسو له روزنیز مرکز څخه د دولسمې دورې په ترڅ کې ۳۵۵ تنه پولیس د عقیدتي، مسلکي او تخنیکي زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.

یاد وزارت وايي، چې دغه منسوبین د پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو له بېلابېلو قطعاتو څخه یاد مرکز ته د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه ورپېژندل شوي وو.

په دې اړه مراسمو کې د پروان امنیه قومندان قاري محمد جاوید ضیاءالرحمن فارغو منسوبینو ته ویلي، چې د وسلې زده کړه او سمه کارونه د اسلامي نظام په چوکاټ کې یو مهم مسؤلیت دی او اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو د مسلکيتوب او پیاوړتیا لپاره جدي هڅې کوي.

یاد وزارت همداراز ویلي، چې د فارغو شویو ګډونوالو له ډلې ۸۲ تنه د پروان، ۱۷۵ تنه د کاپیسا او ۹۸ تنه د پنجشېر ولایتونو منسوبین دي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته شاوخوا ۸زره تنه پولیس له یاد مرکز څخه له مسلکي او عقیدتي زده کړو فارغ شوي دي.

تړلي موضوعات