د ازبکستان استخباراتو رئیس د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی
په دې پلاوي کې د ازبکستان استخباراتو رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د هغه مرستیال جنرال مختورف فرخ او د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال خسانوا سلیمژون شامل دي چې د دوه اړخیزو امنیتي او سرحدي همکاریو د پراختیا په موخه کابل ته راغلي دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې یاد پلاوی د ملي دفاع وزیر سره لیدلي او پر یو شمیر مهمو موضوعاتو یې خبرې کړي.
خبر پاڼه کې راغلي، ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پر نړېوال سټیج د افغانستان اسلامي امارت څخه د ازبکستان له ملاتړ مننه وکړه او د دوه اړخيزو اړيکو په پراخوالي یې ټينګار وکړ.
سرچېنې همداراز لیکلي، دواړو لوریو د سرحدي همکاریو پر زیاتیدو او نورو اړوند موضوعاتو بحث کړی دی.