د پاکستان کورنیو چارو وزیر نن کابل ته راځي
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې محسن نقوي به کابل کې له خپل افغان سیال خلیفه سراج الدین حقاني سره وګوري.
پاکستاني رسنیو لیکلي، محسن نقوي به د خپل یو ورځني سفر په مهال د اسلامي امارت له نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم لېده کاته وکړي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په روانه اوونۍ کې کابل ته د پاکستان دریم وزیر دی چې سفر کوي، وړاندې تر دې د روانې جولای میاشتې په ۱۷ مه د لومړي وزیر شهباز شریف مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم له کابل لېدنه کړې وه.