افغان سفیر: امیرطاها د وژنې موضوع په جدي ډول ایراني چارواکو سره شریکه شوې

افغان سفیر: امیرطاها د وژنې موضوع په جدي ډول ایراني چارواکو سره شریکه شوې سیمه

ایران کې د افغانستان سفارت سرپرست فضل محمد حقاني نن شنبه د امیرطاها رضايي د کورنۍ له غړو سره د خواخوږۍ او تسلیت په موخه کتلي دي.

امیرطاها هغه افغان ګارګر ځوان و، چې څو ورځې وړاندې د دوو ایراني وګړو لخوا په وحشیانه ډول د تهران په یوه باغ کې وژل شوی و.

ایران کې د افغانستان سفارت ویلي، چې افغان سفیر دې کتنه کې د دې غمجنې پېښې له کبله ژوره خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، چې د ایران له اړوندو چارواکو سره یې دا موضوع په جدي ډول شریکه کړې، تر څو د دې وحشیانه کړنې عاملین د قانون له مخې سزا وویني.

د یادونې وړ ده، چې ایران کې له افغان کډوالو سره ډول ډول ظلمونه پیل شوي دي، چې په جبر کډوالۍ تر څنګ کله نا کله هلته افغان ځوانان هم په مرموز ډول وژل کېږي.

تړلي موضوعات