تخار کې زرګونه کیلو ګرامه تریاک سوځول شوي
د تخار لایت امنیه قومندانۍ ویلي، نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ۷ زره ۲۴۵ کیلو ګرامه تریاک سوځولي.
د یادې قومندانۍ د مطبوعاتو امر نظام الدین عمیر حریت راډیو ته ویلي، دغه اندازه نشه یي توکي یې تېرو دریو اونیو پر مهال د تیلو او ګازو ټانکرو کې کشف او ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نشه یي توکو د کشت، تولید، قاچاق او استعمال په اړه د اسلامي امارت مشرتابه تر فرمان وروسته هېواد کې د دغې پدیدې پر وړاندې د حکومت مبارزه چټکه شوې او دا مهال نږدې صفر ته رسېدلې.