د روسیې له لوري د ا.ا په رسیمت پېژندل منطقي اقدام دی

د روسیې له لوري د ا.ا په رسیمت پېژندل منطقي اقدام دی سیاست
قزغزستان د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل منطقي اقدام دی

د قزغزستان ملي امنیت شورا رئیس د روسیې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو ملاتړ کړی او هغه یې یو منطقي اقدام بللی.

نوموړي د قرغزستان یوې رسنۍ سره مرکه کې ویلي، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل سیمه کې د امنیت ټینګښت او د افغانستان کورنۍ اوضاع سره مرسته کوي.

بکت بیک بک بولوتوف د ټولیز امنیت سازمان غړو هېوادونو وروستۍ ناستې ته په اشارې ویلي، یاده غونډه کې هېوادونو له افغانستان سره په مرستې ټینګار کړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې افغانانو سره بشري مرستې ډېرې کړي.

بولوتوف زیاته کړې، هر هېواد به د خپلو ملي ګټو په اساس د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په اړه پرېکړه وکړي.

تړلي موضوعات