د عمرثالث فرقې ښوونیز مرکز څخه ۳۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د عمرثالث فرقې ښوونیز مرکز څخه ۳۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول افغانستان

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۱۹عمر ثالث فرقې له بېلابېلو جزوتامونو څخه ۳۰۰ تنه ځوان منسوبین د یوې دورې تر بشپړولو وروسته فارغ شول.

په دې اړه مراسمو کې د دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رئیس شیخ داد محمد محمدي فارغانو ته د فراغت مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې اسلامي نظام په علم، ایمان، تقوا او عدالت باندې ولاړ دی.

نوموړي زیاته کړې، چې ستاسو مسؤلین هغه کسان دي چې خپل ژوند یې د علم، جهاد او اخلاص په لاره کې تېر کړی دی.

یادو مراسمو کې نویو فارغو سرتېرو مسؤلینو ته ډاډ ورکړی، چې له اسلامي نظام څخه به په پوره هڅه دفاع او ملاتړ کوي.

د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې د افغانستان اسلامي امارت لخوا د اسلامي ملي اردو د پیاوړتیا او مسلکي کېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي او وخت نا وخت له ښوونیزو مرکزونو څخه سلګونه او زرګونه نوي منسوبین فارغېږي.

تړلي موضوعات