حوثي ځواکونو د ډرون الوتکو پر مټ اسرائیلي اهداف ویشتلي
د حوثي وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع تازه خبر ورکړی، چې د بې پیلوټه الوتکو پر مټ یې د اسرائیلو دوه اهداف په بریالي توګه په نښه کړي دي.
یحیی سریع وايي، چې دا بریدونه د درېیو بې پیلوټه الوتکو په وسیله نن ترسره شوي، چې دوو الوتکو د اسرائیلو یو مهم پوځي هدف په «نقب» سیمه کې وویشت او درېیمې الوتکې اشغالي فلسطین کې د اسرائیلو مهم امالرشراش بندر په نښه کړ.
نوموړی زیاتوي، چې دا عملیات د الله تعالی په نصرت سره بریالي ترسره شول او د عملیاتو هدف ترلاسه شو.
حوثي ځواکونو ویلي، چې دا بریدونه یې د غزې پر ننګه کړي دي او زیاتوي، چې زموږ عملیات به تر هغې دوام ولري، څو چې پر غزې وحشیانه بریدونه ودرېږي او محاصره ختمه شي.
د یادونې وړ ده، چې تېرو څو ورځو کې حوثیانو سور سمندرګي کې د اسرائیلو سره تړاو لرونکې دوه لویې بېړۍ هم په نښه او ډوبې کړې وې او پر اسرائیلي اهدافو او بېړیو یې د لا نورو بریدونو خبرداری ورکړی و.