امریکا او متحدینو یې ایران ته د اټومي هوکړې لپاره ضرب الاجل وټاکل

امریکا او متحدینو یې ایران ته د اټومي هوکړې لپاره ضرب الاجل وټاکل نړۍ
ایران ته د اټومي پروګرام پر سر ضرب الاجل وټاکل شو

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو فرانسوي، الماني او برېتانیوي سیالانو سره په ټیلفوني خبرو کې هوکړه کړې، چې ایران باید د اګسټ میاشتې تر وروستۍ نېټې د اټومي پروګرام پر سر یوې هوکړې ته ورسیږي.

اکسیوس ویب سایټ د یادو وزیرانو له قوله خبر کې ویلي، که د اګسټ میاشتې وروستۍ نېټې پورې ایران سره کومه هوکړه ونه شي درې اروپایي هېوادونو پرېکړه کړې چې د «د بندیزونو بیا فعالېدو میکانیزم» به بیرته فعال کړي.

یاد میکانیزم کې ټول هغه بندیزونه چې پر ایران د ۲۰۱۵ کال اټومي پروګرام پر سر تر هوکړې وروسته لغوه شوي و بیرته فعال کړي.

تر اوسه ایراني چارواکو دغې پرېکړې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دغه ټیلفوني اړیکه وروسته له هغې شوې، چې د ایران او لوېدیځ ترمنځ کړکېچ زیات شوی او لوېدیځ هېوادونو د ایران اټومي پروګرام پر دوام اندېښنه ښودلې.

تړلي موضوعات