اسرائیلو د سوریې دفاع وزارت او یو شمېر نورې سیمې په نښه کړې
الجزیرې خبر ورکړی، چې د اسرائیلو هوایي ځواکونو پلازمېنه دمشق کې د دفاع وزارت د لوی درستیز دفتر دروازه په نښه کړې.
تر اوسه د دې برید په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
د اسرائیلو دفاع وزیر د برید پخلی کړی او ویلي یې دي، د تر هغې چې د سوریې حکومت د دوی پیغام درک نه کړي بریدونه به یې دوام وکړي.
اسرائيلو له تېرو څو ورځو راهیسي سوریه کې څو اهداف په نښه کړي.
بلخو د اسرائیلو پوځ راډیو هم په پلازمېنه دمشق، سویدا او درعا ښارونو باندېد بریدونو خبر ورکړی.