ملګري ملتونه: غزه کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر دوه برابره شوی

ملګري ملتونه: غزه کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر دوه برابره شوی نړۍ
د غزې وږي ماشومانو د ډوډۍ د ترلاسه کولو انتظار باسي

ملګرو ملتونو د غزې روانې لوږې په اړه وروستي راپور کې ویلي، د اسرائیلو له لوري د خوراکي توکو د بندیز له امله چې څو میاشتې یې دوام وکړ ماشومانو کې د خوارځواکۍ ګراف لوړ شوی.

اسوشتېد پرېس خبري اژانس د ملګرو ملتونو سازمان له قوله ویلي، د غزې له دوه میلیونه ډېر وګړي لا هم له لوږې سره مخ دي.

اژانس وايي، د یاد سازمان له لوري د جون میاشت کې له پنځو کلونو کم عمره نږدې ۱۶ زره ماشومان معاینه کړي چې له ډ‌لې یې، ۱۰ اعشاریه ۲ سلنه یې په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي.

سرچینه وايي، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر بیا مارچ میاشت کې له ۱۵ زره ماشومانو یوازې ۵ اعشاریه ۵ سلنه وه.

د ملګرو ملتونو له لوري دغه راپور داسې مهال ورکړل شوی، چې په تازه بریدونو کې له ۹۰ زیات کسان شهیدان شوي او له دې سره د مرګ ژوبلې ټول ټال شمېر شاوخوا ۱۹۸ زره کسانو ته پورته شو.

تړلي موضوعات