د ایران پارلمان امریکا سره خبرې د شرایطو پر منلو پورې مشروطې کړې
د ایران پارلمان ویلي، تر هغې امریکا سره د خبرو پیل نه غواړي څو یې شرایط نه وي منل شوي.
رویټرز خبري اژانس د ایران پارلمان د بیانیې په حواله ویلي، امریکا خبرې اترې د فریب وسیلې لپاره کاروي او د خبرو له پړاو وړاندې باید شرطونه منل شي.
اژانس لیکلي، د پارلمان دا شرطونه نه دي رسنیز خو تر دې وړاندې د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي و، چې د خبرو بیا پیلولو لپاره دې د بریدونو نه کولو تضمین ورکړل شي.
امریکا او ایران چې د عمان په منځګړیتوب د اټومي هوکړې په لټه کې و، په همدې موخه یې د خبرو اترو پنځه پړاوونه ترسره کړي و، چې په مهال یې اسرائیلو پر ایران خاوره بریدونه پیل او د پوځ مهم چارواکي او ساینسپوهان یې ووژل.
تهران وايي، اټومي پروګرام یې یوازې د ملکي موخو لپاره دی خو امریکا تور پورې کوي چې ایران د اټومي وسلو جوړلو هڅه کې دی او باید له امریکا سره هوکړه وکړي.
د تهران پارلمان له لوري دا بیانیه داسې مهال رسنیزه شوې، چې د امریکا په ګډون فرانسې، المان او برېټانیا، ایران ته د اټومي هوکړې په موخه د اګسټ تر پایه ضرب الاجل ټاکلی دی.