افغان سفیر ایران کې د سفیرانو او استازو غونډه کې ګډون کړی

افغان سفیر ایران کې د سفیرانو او استازو غونډه کې ګډون کړی سیمه
د ایران بهرنیو چارو وزیر د هېوادونو سفیرانو او استازو سره ګډه غونډه کړې

تهران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني ایران کې د مېشتو هېوادونو د سفیرانو او استازو غونډه کې ګډون کړی.

ایران کې د افغانستان سفارت ویلي، دغه غونډه د ایران بهرنیو چارو وزارت په نوښت ترسره شوې.

یاد سفارت زیاته کړې، دې غونډه کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سیمه کې وروستیو تحولاتو په اړه د یاد هېواد لیدلوری، دریځ او بهرنی سیاست د هېوادونو استازو سره شریک کړ.

ایران بهرنیو چارو وزارت داسې مهال د خپل هېواد لیدلوری هلته د مېشتو هېوادونو له سفیرانو او استازو سره شریکوي، چې له اسرائیلو سره تر جګړې وروسته د یاد هېواد په سیاستونو کې د پام وړ تغییر راغلی.

تړلي موضوعات