ادارې د یوه مشخص ماموریت په بنسټ تنظیم شوې
د امارتي ادارو کلني راپور کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر رئیس ملا عبدالواسع وايي، د امارتي ادارو په تشکیلاتي جوړښت کې مهم اصلاحات راغلي.
نوموړي چې نن چهارشنبه یې د حکومت رسنیو مرکز کې خبرې کولې وویل، ادارې د یوه مشخص ماموریت په بنسټ تنظیم شوې، بې ګټې او مشابه جوړښتونه لغوه شوي دي.
ملا عبدالواسع دا تغیرات د چارو د تنظیم سبب بولي او وايي، اړمنو ته اوس خدمات په روڼتیا تر سره کیږي او ورځ تر بلې د سیمه ییزو او مرکزي ادارو ترمنځ همغږي پياوړې کیږي.