د کډوالو چارو وزیر: د بېرته راستنېدونکو له مهارتونو باید د هېواد ابادلو کې کار واخېستل شي

د کډوالو چارو وزیر: د بېرته راستنېدونکو له مهارتونو باید د هېواد ابادلو کې کار واخېستل شي افغانستان
د بېرته راستنېدونکو کډوالو له مهارتونو باید استفاده وشي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وایي، هغه کډوال چې هېواد ته راستانه شوي او بېلابېلو برخو کې ښې وړتیاوې لري باید له مهارتونو یې د هېواد په ابادولو کې ګټه واخیستل شي.

نوموړي دغه څرګندونې بېرته راستنېدونکو کډوالوته د کارموندنې کمېټې نوبتي غونډه کړې دي.

مولوي عبدالکبیر د اقتصاد او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو غوښتي، چې خپلو تړونونو کې دې کډوالو ته لومړیتوب ورکړي او د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

په ورته مهال د اقتصاد، کرنې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او اړوند بنسټونو مسئولینو کډوالو ته د کار زمینې برابرولو کې د هڅو خبر ورکړی او ډاډ یې ورکړی، هغو افغانانو ته چې تازه هېواد ته راستانه شوي هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.

د یادونې ده، چې له ایران او پاکستان څخه په بې سارې ډول د افغان کډوالو تر اېستل کېدو وروسته اسلامي امارت هڅه کوي چې د ځمکې وېش او سرپناه جوړولو ترڅنګ هغوی ته کاري فرصتونه هم برابر کړي.

تړلي موضوعات