د غلام خان بندر لار بېرته خلاصه شوه

د غلام خان بندر لار بېرته خلاصه شوه افغانستان
خوست کې د غلام خان بندر لار بېرته خلاصه شوه

د سرحدي پولیسو قومندانۍ ویاند عابدالله فاروقي ويلي، د خوست غلام خان بندر لار نن چهارشنبه د ۱۵ ورځو لپاره د بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه.

دغه لار څو ورځې وړاندې د پاکستان له لوري د باروړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه.

یاده لار وروسته له هغې تړل شوې وه، چې دا مهال افغانستان کې د تازه مېوو د راټولولو وخت دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان ډېر کله د افغانستان کرنیزو محصولاتو د رسېدو وخت کې د لارو په بندولو لاس پورې کوي، چې له کبله یې افغان سوداګرو او باغ لرونکو ته درانه زیانونه رسیږي.

تړلي موضوعات