کابل نن د درې اړخیزې ناستې کوربه دی

کابل نن د درې اړخیزې ناستې کوربه دی افغانستان
دکابل کې نن د افغانستان، پاکستان او ازبکستان بهرنیو چارو وزیران درې اړخیزه ناسته کوي

د ټولګټو وزارت اوسپڼې پټلۍ معینیت سرچېنو حریت راډیو ته ویلي، چې کابل نن د افغانستان، ازبکستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې ناستې کوربه دی.

 د سرچینې په خبره، دغې ناسته کې به د اوسپنې پټلۍ چارواکو په شتون کې د اوسپنې درې اړخیزه «UAP» تړون هم لاسلیک شي.

 ها خوا د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او ورسره مل پلاوی به د افغانستان اوسپنې پټلۍ مسئولینو سره لیدته کاته وکړي.

 د پاکستان بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان، افغانستان او ازبکستان پلاوي به د ریل پټلۍ «UAP» د غځېدو په اړه خبرې اترې ولري.

 د اوسپنې دغه پټلۍ له ازبکستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې غځول کیږي، چې په وسیله به یې پاکستان له مرکزي اسیا سره ونښلول شي.

 د پاکستان دغه لوړی پوړی پلاوی به د رئیس الوزراء او بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره هم د راتلونکو پرمختګونو په اړه ناستې ولري.

تړلي موضوعات