اتلانتیک مجله: د ټرمپ ادارې د افغانستان او پاکستان ماشومانو ته د تېار شویو ۵۰۰ ټنه بسکوټو سوځېدو امر کړی

اتلانتیک مجله: د ټرمپ ادارې د افغانستان او پاکستان ماشومانو ته د تېار شویو ۵۰۰ ټنه بسکوټو سوځېدو امر کړی نړۍ
ټرمپ د افغانستان او پاکستان ماشومانو لپاره پېرل شوي بیسکویټ سوځوي

اتلانتيک مجلې د خپلو سرچينو له قوله ويلي چې د امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د لوړو کالوريو لرونکو هغو ۵۰۰ ټنه بسکوټو د سوځولو امر کړی چې د افغانستان او پاکستان د کوچنيانو لپاره ځانګړي شوي وه.

 سرچينې څرګنده کړې چې د متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيا ادارې (USAID) د پخواني امريکايي ولسمشر جوبايډن د ولسمشرۍ پر مهال په دې خوږو  ۸۰۰ زره ډالر لګولي وو چې لا هم دوبۍ کې په يوه ګودام کې پرته ده.

 وروسته له هغه چې ټرمپ د امريکا د بهرنيو مرستو بهير ودراوه، د يادې ادارې کارکوونکو غوښتنه وکړه چې د دغو بسکوټو لېږد ته اجازه ورکړل شي، خو هيڅ ځواب يې ترلاسه نه کړ. دا هغه وخت و چې د دې خوړو د خرابېدو نېټه رانږدې شوې وه.

 اتلانتيک زياتوي چې «د ټرمپ ادارې اوس دا پرېکړه کړې چې اړمنو کوچنيانو ته د استولو په ځای دا خواړه وسوځوي، د افغانستان او پاکستان کوچنيانو ته ځانګړي شوي دا خواړه خاورې ايرې شول».

 راپور کې ويل شوي چې دغه اندازه بسکوټ د يوې اوونۍ لپاره د ۱۵۰ میليونه کوچنيانو بس وه. خو د امریکا اداره يې د سوځولو لپاره هم د ماليه ورکوونکو له پيسو ۱۳۰ زره ډالر پرې کوي.

 دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د حکومت د اغېزمنتوب د څار ادارې (DOGE) د هغه وخت مشر ايلان ماسک د فېبرورۍ په دويمه نېټه (USAID) يو مجرمانه سازمان بللی و او ويلي يې و چې بايد له منځه يووړل شي. 

 له همدې يوه ورځ وروسته ولسمشر ټرمپ د دې ادارې د بندولو پرېکړه وکړه، خو د همدې مياشتې په پنځمه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو چې د دې ادارې سرپرست ټاکل شوی و، وويل چې د ادارې ټول فعاليتونه به له سره وارزول شي، څو څرګنده شي چې پروګرامونه يې د حکومت له تګلارو سره سم دي که نه. هغه ويلي وو چې له بيا ارزونې وروسته به دا پرېکړه کېږي چې مرستې کنګل شي او که لا ډېرې شي.

تړلي موضوعات