د هویت چټک او اسان تثبیت په موخه د شهروندان سیسټم بیا فعال شو
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، د هېواد دننه او بهر مېشتو افغانانو د هویت چټک او اسان تثبیت په موخه یې د شهروندان سیسټم بیا فعال کړی.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې دغه سیسټم د سکن فایل تر څنګ د هویت ثبیت ملي سیسټم په چوکاټ کې فعالیت کوي.
دغه سیسټم به د افغانانو د هویت تثبیت پروسه کې د پام وړ اسانتیاوې او چټکتیا رامنځته او په لنډ وخت کې به د زیاتو مراجعینو د چارو ترسره کولو زمینه برابره کړي.
د شهروندان سیسټم د مخابراتو او معلوماتي ټکناوجۍ وزارت احصايې او معلوماتي ملي ادارې په همغږۍ د هویت تثبیت او ارشیف تنظیم ریاست تر چتر لاندې بیا فعال شوی دی.