د اسرائیلي پوځیانو خپلمنځي نښتو کې ۳۱تنه وژل شوي

د اسرائیلي پوځیانو خپلمنځي نښتو کې ۳۱تنه وژل شوي نړۍ
انځور ارشیف

د اسرائیلو پوځ راډیو راپور ورکړی، چې د پوځیانو خپلمنځي شخړو او ډزو کې ۳۱تنه پوځیان وژل شوي او ۷تنو ځانونه تر ټانګولاندې کړي دي.

یادې اسرائیلي رسنۍ ویلي، د پوځیانو ترمنځ دغه نښتي غزه کې د ځمکنۍ جګړې له پیل سره زیاتې شوې، چې پایله کې یې ۴۱تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د راپور له مخې، غزه کې د ۲۰۲۳ کال اکتوبر له اوومې راهسي ۸۶۶ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

 یادې رسنۍ که څه هم د پوځیانو ترمنځ د خپلمنځي شخړو د لامل په اړه څه نه دې ویلي، خو تر دې وړاندې راپورونو کې ویل شوي، چې د غزه جګړه کې د اسرائیلو پوځ تر نیمایي زیاته برخه په رواني ناروغیو اخته شوي.

تړلي موضوعات