قطر د روسیې او اوکرایین ترمنځ شخړې حل ته چمتووالی ښودلی

قطر د روسیې او اوکرایین ترمنځ شخړې حل ته چمتووالی ښودلی نړۍ
انځور ارشیف

مسکو کې د قطر سفیر احمد بن ناصر الثاني ویلي، قطر چمتو دی چې د روسیې او اوکرایین ترمنځ شخړې حل کې مرسته وکړي.

نوموړي ټاس خبري اژانس ته ویلي، چې د روسیې او اوکرایین ترمنځ شخړه یو جدي بحران دی او د جګړې حل لپاره ډیپلوماسۍ ته اړتیا ده.

 هغه په دې برخه کې ډېپلوماټېکې هڅې مهمې بللې او زیاته کړې ده، چې دوی چمتو دي چې سوله د خبرو اترو له لارې ټینګه کړي.

 د قطر له لوري دا چمتووالی وروسته له هغې ښودل کیږي، چې واشنګټن خپلو زېرمو کې د وسلو کمښت له امله اوکرایین سره د ځینو دفاعي او رهبري شویو توغندیو مرستې وځنډولې چې اوکرایني چارواکي یې هم اندېښمن کړي دي.

تړلي موضوعات